اسلام آباد 15 نومبر (اے ??ي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي ??ي د آئين او قانون احترام په لړ كښې د محمد نواز شريف او د عمران خان كردار د پاكستاني اولس په وړاندے دے٬ محمد نواز شريف په هره موقع د عدليه احترام او تقدس او د آئين او قانون سرلوړې لپاره سره د خپلو سختو اندېښنو خپل ځان قانون ته ځواب وركوونكې جوړ كړې او د دغې په مقابل كښې عمران خان د آئين او قانون نه هم خپل ځان لوړ ګڼلې۔ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د كال 2013م نه واخله تراوسه حالات د پاكستاني اولس په وړاندے دي چې كوم سياسي ګون?? او مشر د پرمختګ په اېجنډا او وژن كار كړے او يو سياسي ګون?? او مشرانو ئې په سياسي او معاشي لحاظ د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د مخالفينو په دې منطق حېران شم چې عمران خان به د تورونو نه بري شي او د نااهلۍ څخه به بچ شي۔ وفاقي وزير ووئيل هيله ده عدليه به د عمران خان په معامله داسې پرېكړه وكړي كومه به چې د عدل تقاضو له مخې وي او په هغې به د پاكستان اولس باور وكړي۔