اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د اوبر ټېكنالوجيز ان كارپورېشن چيف اېګزېكټو افسر دارا خسرو شاهي ډېووس كښې د نړيوال فورم په موقع ملاقات كړې۔ په دې موقع د وزیراعظم خاص مرستيال علي جهانګیر صدیقي ا?? سینئر حكومتي چارواكي هم موجود وو وزیراعظم د “شیئرنګ اکانومي” ماډول د هر اول مرستې په كردار ترسره كولو د اوبر ستائنه ??كړه او ھغې ته ئې د پاكستانو بانكونو او وزيراعظم يوته پروګرام سره د شراكت دارۍ بلنه ??ركړه ٬ دغسې چې ډرائيورانو له اوبر لپاره د ګاډي فنانسنګ له مرسته تر لاسه شي۔ د ملاقات پ?? مهال اوبر پاكستاني معيشت كښې په بامعني ا??دازه كښې د ګډون پحقله په امكاناتو هم د خيالاتو څرګندونه ??كړه۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان ماركيټ اوبر لپاره زيات ګنجائش لري۔ د يادونې وړ ده اوبر ان كارپورېشن د ټېكنالوجي يوه نړيواله كمپني ده كومه چې په 633 ښارونو كښې كار كوي ا?? اوبر پاكستان كښې خپل عمليات په مارچ كال 2016 كښې پېل كړي ا?? په اوو ښارونو كښ كار كوي چې په نتيجه كښې ئئ 63 زره ډرائيورانو ته كار او 12 لكه 70 زره مصرف كوٶنكو ته سروسز ور??وي