اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) علامه اقبال اوپن پوهنتون اسلام آباد د “پاکستانی زبانیں اور نو آبادیاتی ادب” په سرخط ددوه ورځني نړيوال كنفرنس په دوهمه برخه كښې د ايران تهران پوهنتون او د مصر جامعه ازهر سره د اردو ژبې او ادب په لړ كښې دوه اړخيزه مرستې له د مفاهمت يادښت لاس ليك كولو دستوره وشوه۔ د اوپن پوهنتون د اردو څانګې دستوره كښې تهران پوهنتون سره د مفاهمت يادښت د اردو څان??ې صدر ډاکټر محمد کیو مرثی او د اوپن پوهنتون لخوا د اردو څانګې چيئرمېن ډاکټر عبدالعزیز ??احر لاس ليك كړو۔ دغسې د مصر جامعه ازهر سره په لوظنامه د جامعه ازهر د اردو څان??ې صدر پروفیسر ډاکټر ابراهیم محمد ابراهیم او د اوپن پوهنتون ډاكټر عبدالعزیز ??احر لاس ليك كړه۔ د دې لوظنامو ترمخه د درې واړو پوهنتونونو شريكو ګټو لپاره به د استاذانو او طالبعلمانو ترمينځھ د نېغ په نېغه رابطو ډاډګيرنه كولې شي۔ درې واړه ادارې به تحقيقي هلې ځلې ٬ بېل كورسونه ٬ د تعليمي او تربيتي پروګرامونو تجربې يو بل سره ګډوي۔