پېښور ۔05 اګست (اے پی پی) د پېښور پوهنتون پښتو اك??ډمۍ تر سېوري لاندې درې ورځنې نړيوال كنفرنس باړه ګلي كېمپس كښې (نن) د ګل په ورځ كېږي۔ د كنفرنس سرخط ” د پښتو ژبې خپرېدل او په دې لاره كښې رامخې ته كېدونكې ستونزې ” دے۔ د کنفرنس چی?? کوآرډ??نې??ر او د پښتو اك??ډمۍ ډائرېكټر پروفېسر ډاكټر نصر الله جان ترمخه د پښتو ژبې خپرېدل او په دې لاره كښی د رامخې ته كېدونكو ستونزوپه اړه په اولني ځل پښتو اك??ډمي يو نړيوال كنفرنس راجوړ كړې كوم كښې چې د خېبر پختونخوا، بلوچستان او افغانستان څخه د پښتو ژبې د تعليم 150 پوهان ٬ شاعران او اديبان ګډون كوي۔ درې ورځني كنفرنس كښې د بېلو اك??ډمك سېشن سره سره د مشاعرې اهتمام هم شوې۔ د پرانستې سېشن كښې به وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر عابد او د فېكلټي آف اسلامك اېنډ اورينټل سټډيز پروفېسر ډاكټر معراج الاسلام ضياﺀ ګډون كوي