اسلام آباد 09 اګست (ا?? پي پي) اسلام آباد كښې د ګرين پاكستان پروګرام له مخې د پشكال شجركارۍ كمپائن پېل كړې شوې۔ د موسمياتي بدلون لنډ مهاله وفاقي وزير محمد یوسف شېخ د بوټې په نال كولو د شجركارۍ كمپائن پرانسته كړې ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې پاکستان كښې د ځنګلونو زمكه 5.01 فيصده ده كومه چې ډېره كمه ده۔ ده ووئيل ??وټ?? نال كول د موسمیاتي بدلون منفي آغېز د مخنيوي ذريعه ده۔ ده ووئيل د ګرين پاكستان پروګرام له مخې بېلين ټري پراجې??ټ له مخې په قامي او صوبائي كچه د ځنګلاتو بحالۍ پاره يو شمير ګامونه پورته كړې شوې۔ ده ووئيل په دې لړ كښې اوس لا كوټلې هڅو كولو ته اړتيا ده دغسې چې د زياتې شجركارۍ د لارې ځنګلاتو ته وده وركړې شې او نننې اقدام هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل حكومت د پشكال موسم كښې د 47.14 مېليونه ??وټ?? نال كولو هدف ټاكلې دے او مونږ له به نوې ??وټ?? نال كولو سره د دې حف??ظت ته پاملرنه پكار ده