اسلام آباد 20 اګست (اے پ?? پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري د وفاقي كابينې وزيرانو ته په سوګند پورته كولو مباركي وركړه۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې په نوې ??فاقي كابينه كښې صلاحيت لرونكي٬ مخلص او ديانتدار وزيران شامل دي او د پاكستان د وزيراعظم عمران خان د وژن عكاس دي۔ نوې ??ابينه به د عمران خان په مشرې كښې هېواد په ريښتينې معنٰي اسلامي فلاحي رياست جوړولو او د پرمختګ په لار روانولو لپاره كوم كسر پرې نه ږد??۔ دوهم سپيكر ووئيل چې نوې ??فاقي كابينه به د اولس په هيلو پوره وخېژي ٬ دا په هېواد كښې د خوشحالې د يو نوي پړاؤ پېل كېدنه ده۔ سپيكر او دوهم سپيكر نوې ??ابينې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او كابينې كاميابې لپاره وې دعا وكړه۔