اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي)اولس م??ر ممنون حسېن ته د يونا?? او ناروے سفيرانو خپل سفارتي اسناد وړاندې كړې دي ۔په دې لړ كښې د نهې په ورځ اي??ان صدر كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې د يونان نومولې شوي سفير دمترس هاتزاؤ پولوس او د ناروے نومولې شوي سفير كيل ګوناراركس?? اولس مشر ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔د دې نه پس د سفيرانو اولس مشر سره جلا جلا ملاقاتونه وشول۔په دې موقع اولس م??ر ممنون حسېن په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان دواړو هېوادونو سره خپلو سفارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركول غواړي٬پاكستان پراخا سرمايه كارۍ او كاروباري موقعو لپاره سازګاره فضاﺀ لري ٬ ده ووئېل هيله ده چې د يونا?? او ناروے سرمايه كار به په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كاري موقعو څخه بشپړه استفاده وكړي۔اولس مشر ووئيل په اولسي كچه روابط قوي كولو٬سياسي او اقتصادي روابط مضبوطولو لپاره دوه اړخيزه تبادلې ډېرې ضروري دي۔اولس مشر په پاكستان كښې نوې ټاكلې شوي سفيرانو له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغوي به پاكستان سره د خپلو خپلو هېوادونو اوسنۍ اړيكې لا قوي كولو لپاره كار وكړي