اسلام آباد 18 ستمبر(اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي حكومت د كال 2018 ټولټاكنو پلټنو پاره د مخالفې ډلې غوښتنه تسليمولو سره وئيلي دي د خاص كمېټۍ جوړولو پرېكړې شوې٬ د ج??هوریت استحكام او د ج??هوری ادارو مضبوطيا غواړو٬ د ټولټاكنو پلټنو لپاره كمېټي به واكمنه وي٬ د دواړو اړخو د ټول ټاكنو پلټنو لپاره چې د كومې جذبې څرګندونه شوې هم د دغې جذبي له مخې به مخ په وړاندې تلل وي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د مخالفې ډلې د ټول ټاكنو نه پس غوښتنه كړې او په ټاكنو ئې د تحفظاتو څرګندونه كړې٬ په دې خبرې شوې او د وزيراعظم عمران خان په موجودګۍ كښې پرېكړه شوې ځكه چې پي ټي آئي په سپېځلتيا باور لري٬ ده ??وئېل مونږ قام ت?? دا وئيل غواړو چې مونږ د مخالفې ډلې غوښتنه تسليم كړې ۔ ده ??وئيل وزیراعظم په وړومبۍ ورځ دا اعلان كول غوښتل خو ماحول اجازه ورنه كړه۔ ده ??وئيل د ج??هوریت استحكام او د ج??هوری ادارو مضبوطيا غواړو٬ د ټولټاكنو پلټنو لپاره كمېټي به واكمنه وي او داسې كېدې نه شي چې د ايوان جوړه كړې كمېټي واكمنه نه وي ٬ ده ??وئېل په تېر وخت كښې په دې لړ كښې خاص كمېټي جوړه كړې شوې وه او اسحق ډار ئې مشر جوړ ٶ٬ په ھغه اصولو قائم پاتې كېدل پكار دي٬ ده ??وئېل كمېټۍ كښې ټولو ګوندونو ته د ھغوي د اكثريت تر مخه نمائندګي ??رك??لې شي بايد مخالفه ډلې د دې بنيادي اصولو له مخې كمېټۍ جوړولو له مرسته وكړي او د دواړو اړخو چې د ټاكنو پلټنو لپاره د كومې جذبې څرګندونه شوې هم د دغې جذبي له مخې به مخ په وړاندې تلل وي۔ د دې نه پس د احسن اقبال ٬ خرم دستګیر خان ٬ شازیه مری او سید نوید قمر لخوا د پورته كړې شوو نكتو په ځواب ده ??وئيل حكومت د كمېټۍ جوړولو پرېكړه د مخالفې ډلې په مشاورت كړې٬ يو اړخيزه نه ده شوې٬ زمونږ مقصد س??ېځلتيا ده۔ ده ??وئيل د مخالفې ډلې په غوښتنه ښه پېشرفت شوے دے