اسلام آباد ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) جوډيشل مجسټرېټ پوليس اهلكار سره بدسلوكي كوؤنكې تورنې شهلا شكيل سيټھي ته 14 ورځني جوډيشل ريمانډ وركړې دې۔ وروستو دا د ډاكټر په مشوره د زړه رنځ په سبب ر??غت??ن كښ?? بستر كړې شوه۔ د تورنې وكيل عدالت ته خواست وكړو چې په اېف آئي آر كښ?? درج شقونه د ضمانت وړ دي۔ زما موكله د زړه رنځ كښ?? اخته ده او د فشار په سبب ددې دماغي حالت هم متاثره كېدې شي۔ جوډیشل مجسټرېټ عدنان رشيد د وكيل صفائي استدعا رد كولو سره د ډاكټر سيټھي د ميډيكل ټېسټونو حكم وركړو او وې وئيل كه دا روغه وي نو جېل ته دې ولېږلې شي ګني بل صورت كښ?? دې دا ر??غت??ن كښ?? بستر كړې شي۔ تېره ورځ په امريكا كښ?? مېشته ډاكټر شهلا شكيل سيټھي كومه چې اوس اوس پا??ست??ن ته راغلې وه پوليسو ايس??ره كړه او دا ئې بغېر لمبر پلېټ ګاډي سره ډمپلومېټك انکلیو ته تلو نه منع كړه۔ په دې مهال دې پوليس ته دړكې وركړې او دوئي سره د بدكلامۍ په سوب ددې په ضد مقدمه درج كړې شوه۔ د مېرمنې اهلكار غېر موجودګۍ په سوب دغه وخت دا مېرمن پرېښودلې شوې وه۔ داخله وزير شهريار آفريدي د پېښې نوټس اخستو سره ددې مېرمنې په ضد د قانوني كارروائۍ هدايت كړې وو۔ (وا/2207)