اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي سره د اروپائي ائتلاف كشمير كونسل چيئرمېن علی رضا سیّد ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال م??دو?? شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هندي قابضو ځواكونو لخوا د انسانيت په ضد ظلمونه په نړيواله كچه رامخې ته كولو او نړيوالې ورورولۍ ته د مقبوضه كشمير صورتحال عكس وړاندې كولو كښې بهر مېشته وطنوال او په خاص توګه اروپا كښې مېشته كشميريان ډېر اهميت لري ۔ په دې موقع د كشمير پحقله په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو ??رګندونه وشوه۔ د كونسل چيئرمېن علی رضا سیّد د كشمير كشاله په نړۍ كښې رامخې ته كولو او د نړيوالو ادارو كشمير كښې د روانو ظلمونو پلو پام راګرځولو په اړه د خارجه وزير م??دو?? شاه محمود قرېشي خاص مننه وكړه۔