پېنډۍ 20 دسمبر (اے پی پی)د پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد ب??جوه سره د تركيې د قامي دفاع وزير جنرال(ر)هولوسي اكار د زيارت په ورځ په جنرل هېډكوارټرز كښې ملاقات كړے ۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري ??وي بيان له مخې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاع او سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو او د سيمه ايزې سلامتيا په مجموعي وضعه خبرې شوې۔دروند مېلمه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو او قربانو ستائنه وكړه۔د دې څخه وړان??ې جي اېچ كيو ته په رسېدو د تركيې وزير د شهيدانو په يادګار ګلونه وغوړول۔د پاك پوځ چټك ډ??ې معزز ترك مېلمه ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړو