دوحه 30دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې پاکستان به د ښه تګلارې سره د معاشی بحران څخه وېستلې شي، د قطر قیادت سره ګټه ور ملاقاتونه شوې، قام او بهر هېواد كښې مېشته پاکستانیان به ډير زر ښه ښھ زيرې واوري، پاکستان خپل اړخ ټاكلې دې۔ د دې خیالاتو څركن??ون?? ده دوحه كښې د پاکستان په سفارت خانه كښې د پاکستان کمیونټی ته په خپل خطاب او د ایمبیسۍ افسرانو او عملې سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير په قطر كښې مېشته د پاکستان کمیونټی د خپلې دورې په اړه باور كښې واخسته ۔ د?? ووئيل پاکستان به د ښه تګلارې سره د معاشی بحران څخه وېستلې شي۔ د?? ووئيل مونږ په باقاعده توګه معا??ی سفارتکاری پيل كړې ده او د قطر دوره هم پھ دې لړ شامل ده، د قطر قیادت سره ګټه ور ملاقاتونه شوې۔ ده د پاکستان کمیونټۍ غړو ته مخاطب کيدو سر?? ووئيل ډير زر به ښه ښه زيرې واورئ، پاکستان خپل اړخ ټاكلې دې۔مخدوم شاہ محمود قریشی وو??يل پاکستان د خلیج د ټولو هېوا??ون?? سره ښه اړيكې لري او قطر سره نزدې رابظي لرو۔ د?? ووئيل د پاکستان کمیونټی ګڼ شمير كښې په خلیجی هېوا??ون?? كښې مېشته ده، مونږ د ټولو سره د مينې او روادارۍ تعلق لرو،مونږ به په سيمه كښې استحکام له خپل کردار ترسره كوو۔ خارجه وزير وو??يل سفارتکارو له به موقع وركولې شي چې ښه نتيجې راوړاندې كړي او د پاکستان د کمیونټی سره ښه رويه ولري۔ د?? ووئيل حکومت سرمایه کاری راغب کولو اقدامات کوي، حکومت هېواد كښې سرمایه کاری زياتولو له كار كوي۔ ده د سمندر پورې غاړه پاکستانیانو خذمات ستائلو سر?? ووئيل بهر هېوا??ون?? كښې مېشته د پاکستان کمیونټی زمونږ سرمایه ده، ده د پاکستان کمیونټی ته مخاطب کيدو سر?? ووئيل تاسو ټول د پاکستان سفیران ئې۔مخدوم شاہ محمود قریشی په اوسنيو كښې په خارجه وزارت كښې د سفيرانو شوې کنفرنس تفصیلاتو څخه هم د پاکستان کمیونټی خبر كړه۔ دې نه پس ده د پاکستان د کمیونټی د اړخه د پورته كړې شويو پوښتنو ځواب هم وركړو او د سفارتخانې په “وزیټرز بك” كښې ئې تاثرات وليكل۔