اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د نېشنل هېلت وفاقي وزير عامر محمود کیاني او د روغتيا نړيوالې ادارې ??ائرې??ټر جنرل ټېډروس پاكستان كښې د ټولو وګړو طبي پالنې باوري كولو او د پوليو خاتمې له د عزم څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د ګډې خبري كنفرنس په مهال دواړو مشرانو د پوليو خاتمې حتمي پړاٶ لا مخ په وړاندې بوتللو سره د بشپړه خاتمې عزم كړې۔ ډاكټرټېډروس پاکستان كښې د صحت نظام بهترۍ لپاره د حكومتي هلو ځلو ستائنه كولو سره وئيلي دې د روغتيا نړيواله اداره به د صحت يو ډول آسانۍ وركولو ٬ د پوليو ٬ شري او د نورو رنځونو خاتمې لپاره مرسته كوي۔ د صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني ووئيل د ډا??ټر ټېډروس د پاكستان په دوره كولو مننه كوٶ چا سره چې مونږ د وزیراعظم عمران خان د وژن له مخې د صحت په څانګه كښې بهترۍ او پرمختګ لپا??ه په اشتراك غور كړې٬ حکومت د صحت په څانګه كښې په لويه كچه اصلاحات كوي او په دې لړ كښې د خپل اولس صحت بهترۍ لپاره د صحت نړيوالې ادارې سره قوي همكاري غواړي٬ ده ووئېل د پوليو خاتمې لپاره به د ګډې هڅې كوٶ ځكه چې پاكستان كښې د اولس د عمومي صحت بهتري د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ د پاكستان د جنورۍ 6مې څخه تر 8مې نيټې د خپلې دورې په مهال د صحت نړيوالې ادارې ??ائرې??ټر جنرال ډاکټر ټېډروس د اسلام آباد په شاہ اللہ دته كښې د بنيادي صحت مركز دوره كړې چرته چې د پاكستان حكومت او د صحت نړيوالې ادارې ترمېنځه د تفاهم په يادښت لاسليك شوې۔د يادونې وړ ده د صحت نړيوالې ادارې ??ائرې??ټر جنرل د دوه ورځنۍ دورې په مهال پاكستان كښې وزیراعظم عمران خان, د صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني، خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬د خزانې وفاقي وزير اسد عمر او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او نورو اعلٰې چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔ ده د پاكستان اولس مشر ډا??ټر عارف علوي سره د پاكستان وړومبي نرسنګ او مډوائفري د لوړې كچې كفرنس پرانسته هم كړې۔ په دې موقع ده د نرسانو او مډوائيوز د كمي لرې كولو په حاجت زور رواړلو سره وئېلې دي په دې لړ كښې نورې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔ د لوړې كچې ملاقاتونو په مهال ډا??ټر ټېډروس د ھغه نوو اقداماتو ستائنه وكړه كوم چې پاكستان كښې د صحت آسانۍ وركولو لپا??ه پورته كړي ٬ د پاكستان حكومت دا منصوبه لري چې هر وګړي ته د صحت د نشورنس آسانې وركړي او تر كال 2020 د صح?? بجټ دوه چنده او تر كال 2023 د جي ډي پي 5 فيصده كړي او دا ھغه اقدامات دي د كومو په مرسته چې د پاكستان حكومت هر وګړي ته د صحت آسانۍ وركول غواړي۔ ډا??ټر ټېډروس باور وركړو چې د روغتيا نړيواله اداره به د وزيراعظم د قامي صحت ??ه پروګرام عملدرآمد لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي دغسې چې پاكستان كښې د صحت ودې او د غذائي كمي مسئلو مخ نيوي وكړې شي كوم چې هر وګړې ته د صحت آسانۍ وركولو لپاره د ټاكلو هدفونو ترلاسه كولو په لار كښې بنيادي خنډان دي۔