اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي حكومت به د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د ضمانت په ضد پټيشن جمع كوي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ نون مشرتابه ټول عمري د دوئي په حق كښې راغليو پرېكړو ته هركلې وئيلې او پخوا ئ?? په عدليه او معززو ججانو ټكونه كړي دي۔ ده ووئيل د ضمانت ترلاسه كولو باوجود په شهباز شريف د كرپشن تورونه دي د كومو چې پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل وزيراعظم د نون ليګ د مشرتابه د 30 كلونو احتساب غواړي۔ ولې چې د دوئي په دور كښې زيات كرپشن شوې دې۔ ده ووئيل د نواز شریف او شهباز شریف په ضد ټولې مقدمې د پاكستان پيپلز ګو??د په تېر دور كښې درج كړې شوي دي۔ د سعودي ولي عهد پاكستان دور?? په اړه ده ووئيل دا به ډېره ګټ?? وره او تاريخي دوره وي۔ ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ د ورورولۍ پخوانۍ ښې اړيكې دي۔ د يوې پوښتن?? په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے كوم چې د هند بې بنسټه تورونه رد كوي۔ ده ووئيل زمونږ خارجه دفتر وړاند?? په بې بنسټه هندي ت??رونو خپل سخت غبرګون ښودلې دې۔