اسلام آباد 27 م??رچ (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير ش??ہ محمود قرېشي وئيلي دي ټول قام د وسله والو ځواكونو په صلاحيت بشپړ باور لري٬ پاكستان د يو هېواد په ضد هم جارحانه عزائم نه لري خو د خپلې دفاع حق محفوظ ساتي۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ د پاك فضائي په مركزي دفتر كښې ايئر چيف مارشل مجاهد انورخان سره د ملاقات په مهال كړې دي۔د ملاقات په مهال منطقه كښې د امن وضعې پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د هوائي ځواك م??را??ئر چیف مارشل مجاهد انورخان د هر ډول يرغل مخنيوي لپاره د پاك فضائي تيارو پحقله خارجه وزير مخدوم ش??ہ محمود قرېشي ته بريفنګ وركړو۔ خارجه وزیر مخدوم ش??ہ محمود قرېشي د پاك پوځ د وظيفائي پوهې او په خاص توګه د پاك هند تاو تريخوالې په مهال د پاك فضائي د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل ټول قام د وسله والو ځواكونو په صلاحيت بشپړ باور لري٬ پاكستان د يو هېواد په ضد هم جارحانه عزائم نه لري خو د خپلې دفاع حق محفوظ ساتي