اسلام آباد 16 جون (اے پي پي?? د وزيراعظم د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي د?? چې حكومت په هېواد كښې معاشي استحكام لپ??ره په مالياتي او كرنټ خس??ره قابو موندل غواړي٬ دواړه خسارې حكومت لپ??ره لوي چېلنجونه دي۔ ده دا خبرې د آئي سي ا ے پي تر سيوري لاندې پوسټ بجټ پاكستان بېك آن ټرېك كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې مونږ ته د پخواني حكومت څخه 2 كهربه 30 اربه مالياتي خس??ره او په برآمداتو كښې صفر پرمختګ پاتې شوے او د 31 زره اربه روپو د قرضونو بوج هم مونږ ته پاتې شوے۔ ده ووئيل چې په دې نازك وخت كښې مونږ اقتصادي بحالې او پائيدار پرمختګ لپ??ره د مجموعي پرمختګ په پلو تلل غواړو۔ حكومت د دې مشكل هدف ترلاسه كولو لپ??ره يو شمېر اقدامات كړي د?? چې پكښې د دوست هېوادونو نه مرسته ترلاسه كول هم شامل دي۔ ده ووئيل چې د تېرو څو مياشتو په هڅو د كرنټ اكاؤنټ خس??ره 7 اربه ډالرو ته راوستل شوې۔ ده ووئيل چې حكومت به د اېمنسټي سكيم په موده كښې پراختيا نه كوي او د جون كال 2013م 30مه نېټه به د غېر ظاهر شويو اثاثو څرګندولو وروستې نېټه وي۔