پېنډې 22 جون (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې پاكستان پائيدار٬ ناقابل واپسې او مستحكم امن او استحكام ترلاسه كولو ته نزدې دے۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور لخوا په ټويټر جاري شوي پېغام كښې له مخې سرلښكر دا خبرې په لندن كښې د انټرنېشنل انسټي ټيوټ آف سټرېټجك سټډيز ﴿آئي آئي اېس﴾ تر سيور?? لاندې د پاكستان د س??مه ايزې سلامتيا تناظر په موضوع په خپلو خبرو كښې وكړې۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې پاكستان پائيدار٬ ناقابل واپسې او مستحكم امن او استحكام ترلاسه كولو ته نزدې دے او د ګټور نړيوال شركت٬ مرستې او د س??مه ايزو چېلنجونو د مقابلې د عزم د لارې دا ترلاسه كېدے شي۔ سرلښكر ووئيل چې د س??امتيا په ماحول كښې بهترې سره په پاكستان كښې بهرنې سرمايه كارې لپاره موقعې دي كوم چې د س??مه ايزو روابطو مركز دے۔ سرلښكر ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې د پائيدار او مستحكم امن او استحكام سباؤن په منطقه كښې د مسئلو او د پخوانو شخړو د حل صلاحيت سره تړلې دے۔