اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان او افغانستان په اړه پالېسي بيان د افسوس وړ او مايوسي خپرونكې ګرځولو سره وئيلي دي دا ډول بيان د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وركړې شويو قربانيو څخه سترګې پټول دي۔ د تېرو 17 كل??نو څخه پاكستان د ترهګرۍ په ضد د فرنټ ??ائ?? هېواد كردار ترسره كولو سره او دې سيمې څخه د ترهګرۍ ناسور ختمولو له مهم كردار ترسره كړې ??وم چې نړۍ د قدر په سترګه ګوري۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان كښی ده ووئيل د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد عزم په سوب د القاعده په ډول ترهګرو تنظيم??نو له منځه تلل ممكن شوي ??وم چې ټولې نړۍ له يوه مستقله خطره وه۔ وفاقي وزير ووئيل نن چې امريكا د كومې مالي او پوځي مرستې بندولو خبره كوي په دې لړ كښې بايد امريكا ته دا ??علومه شي چې د تېرو 17 كل??نو څخه د ترهګرۍ په ضد په روان جنګ كښې پاکستان د 100 ارب ډالرو ??خه زيات زيان پورته كړې او دغسې د پوځي او عامو وګړو شهادت??نو شمېره هند سره په 65 او 71 كښې شوي جنګ??نو څخه زياته ده۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان يو ذمه وار رياست دے او د سيمې او نړۍ په امن كښې خپل كردار ترسره كول خپل فرض ګڼي۔ ولې په داسې وخت كښې دا ډول بيان د پاكستان د ترهګرۍ په ضد د كاروايو حوصله ماتوي۔ ده ووئيل په پاكستان د تور??نو لګولو په ځائې بايد افغانستان كښې د خپلې ناكامه حكمت عملۍ په حقيقت اډانه جاج واخستلې شي۔ ده ووئيل د 17 كل??نو د خپلې ناكامۍ ملبه په پاكستان اچول سمه پالېسي نه ده۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن په ځائې كېدل د پاكستان خوشحالۍ او معاشي پرمختګ له ضروي دے۔ او دې لپاره پاكستان ټول عمري په اخلاص هڅې كړې ۔ ده ووئيل امريكا بايد په دې پوهه شي چې افغانستان كښې د هند كردار پراخه كولو سره به نااعتبارۍ زياته شي بلكې پاكستان اولس به دا د خپل ځان په ضد يو سازش وګڼړي چې تر سېوري لاندې ئې هند مقبوضه كشمير كښې خپل غېر قانوني تسلط په ځائې ساتل غواړي او بلخوا د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه لهع منځه وړل غواړي۔ ده ووئيل نړيوالو ورورولي بايد په دې پوه شي چې سوئيلي آسيا كښې امن تر هغه وخته په ځائې كېدې نه شي تر كومې چې د كشمير مسئله حل شوې نه وي۔ ده ووئيل پاكستان به خپلې قامي ګټې له د ترهګرۍ په ضد جنګ روان ساتي او نړيواله ورورولي بايد دې جنګ كښې د پاكستان ملګرتيا وكړي