لاهور 16 اکتوبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي د پاكستان رېلويز كلن آمدن په تېرو څلورو كلونو كښې د 123 فيصده رېكارډ زياتوالي سره 40 اربه 10كروړه ته رسېدلې دې ٬فريټ سېكټر كښې د څلورو كلونو په مهال د مال ګاډو شمېره 182 څخه 3388 ٬د لوكوموټيوز شمېره 12 نه 102 ٬ آپرېشنل انجڼې 160 څخه 300 ته رسېدلې دي ٬زياتو آسانيو وركولو سره د مسافرو شمېره 2 كروړه زياته شوې٬ په جديد سګنلنګ نظام لګولو په لړ كښې پھ 200 رېلوے سټېشنو جديد كمپيوټرائزډ انټر لاكننګ سسټم معرفي كړی شو??٬پ?? څلورو كلونو كښې د 10 اربه ماليات څخه زيات 1055 ايكړه زمكه د قبضه ګرو څخه خلاصه كړی شو??٬پ?? رېلوے كښې د اي ټېكټنګ او ډوپلي كېټ ټكټ جاري كول ممكن شوي٬ ټاكن?? به په 2018 كښې كېږي چې پكښ?? به اولس د ووټ په طاقت خپله پريكړه كوي٬د جنرل اليكټرك كمپنۍ جديد لوكوموټيو اخستل شوي د كومو ترسيل چې بشپړ شوے ٬د سي پیك ترمخه د كراچۍ نه تر پیښور د مين لائن د اپ ګرډېشن كار به دسمبر 2017 كښې پېل شي۔د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ سره د ګاډو آؤټ سورسنګ كېږي چې و??سره د رېلوے آمدن زيات شوې۔د ګل په ورځ رېلوے هېډكوارټرز كښې د پاكستان رېلويز څلور كلنې كاركردګۍ په اړه مېډيا ته د بريفنګ په مهال ده ووئيل په هېواد كښ?? به 11 نوي رېلوے سټېشنې جوړولې شي چې پكښ?? به ځينې په اوسني دور كښې آپرېشنل شي٬پېنډۍ٬ كوهاټ سكشن باند?? به رېل د روان كال تر دسمبر وچلولې شي دغسې د كوهاټ رېلوے سټېشن ښكلا او مرمت سره به سبي٬هرنائي سېكشن به بحال كړې شي۔د رېلوے ليول كراسنګ ښه كولو له پائېلوټ پروژه جوړه كړی شوې چې د لار?? به يې په ليول كراسنګ ټرفېك سګنل او سائرنګ لګولې شي۔ده ووئيل د پاكستان رېلوېز اپ ګرېډېشن لپاره راروانو لسو نه تر دولسو كلونو كښې د 28 نه تر 30 اربه ډالرو ته اړتيا ده ځينې كسان په رېلوے د تبصرې كولو هڅه كوي خو هغوي د رېلوے په اړه هېڅ معلومات نه لري٬سړك او رېلوے كښې لويې فرق دے۔ده ووئيل د اېم اېل ون آپ ګرېډېشن ته اړتيا ده كومې لپاره چې زمونږ د پراجېكټ منيجمنټ يونټ كار كوي۔ده ووئيل د پاكستان رېلوے د اېم اېل ون سره سره پھ اېم اېل ټو په سنجيدګۍ سره كار كوي دغسې اېم اېل تهري هم د سباؤن پروژه ده كومه به چې ګوادر د نېشنل رېلوے نېټ ورك سره وتړي۔د يوې پوښټنې په ځواب ده ووئيل د حكومت د ډي رېل كولو خوښي به چرې هم پوره نه شي٬ټاكن?? به په 2018 كښې كېږي چې پكښ?? به اولس د طاقت خپله پريكړه كوي بايد د تورونو كلتور ختم شي٬د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل رېلوے كښې په سروس سټريكچر په سنجيدګۍ سره كار كوو۔د رېلوے كوم هم ملازم به بې روزګار نه وي۔د يوې پوښټنې په ځواب ده ووئيل د رائل پام كيس سماعت لپاره لګېدلې باور لرو چې رېلوے ته به انصاف ترلاسه شي۔ده ووئيل د آئي اېس پي آر ډي جي پرېس كنفرنس متوازن ؤ ځينې خلق غواړي چې په نه خبره جګړه وكړی شي٬مونږ ټولو له به په ګډه پاكستان مخ په وړاندې بوتلل وي۔