نيورياك 01 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استاز?? ډاكټر مليحه لودهي د پاكستان لخوا د ت??هګرې خاتمې لپاره د پشپړه هڅو نه كولو تاثر رد كړے او وئيلي ئې دي چې پاكستاني حكومت د ت??هګرې لعنت ختمولو د پوخ عزم په نتيجه كښې د القاعده پشمول يو شمېر ترهګرې ډلې تباه كړې دي٬ د ت??هګرې په ضد جنګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو د زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ نړيواله ټولنه دې د ت??هګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ د امريكې آن لائن مجلې امپېكټ مينيا سره په مركه كښ?? ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې زمونږ په منطقه كښې د القاعده په خاتمه كښې كه هر څو نورو هېوادونو هم مرسته كړې خو په بنيادي توګه دا د پاكستان د هڅو نتيجه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د ت??هګرې په ضد جنګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو د زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ مونږ تشدد انسانيت لپاره خطر ګڼو خو دا هم حقيقت دے چې د ت??دد پېښې په ټوله نړۍ كښې رامېنځ ته كېږي ځكه دا خبره مهمه ده چې نړيواله ټولنه د ت??هګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ هغې ووئيل چې د پاكستان په اړه يوه بله غلط فهمي دا ده چې پاكستان يو ډېر پاتې هېواد دے خو حقيقت دا دے چې په اسلامي هېوادونو كښې پاكستان هغه وړومبې هېواد دے چرته چې يوه مېرمن وزيراعظمه وټاكل شوه٬ يوه مېرمن د پارلمان سپيكره وټاكل شوه او يوه مېرمن د مركزي بانك مشره جوړه كړې شوه۔ هغې ووئيل چې كه هر څو زمونږ د هېواد ت??ريخ د اوو لسيزو نه زيات نه دے خو مونږ د درې زره كلن پخواني تهذيب امين يو٬ خو دا خبره سمه ده چې پاكستان ته خپلې كاميابې په ډاګه ګولو لپاره د لا هڅو كولو ضرورت دے۔ ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې هغې په هره يوه چوكې د ټاكنې نه زده كړه كړې او فكر لرم چې د زده كړې دا عمل ټول عمر روان وي۔ هغې ووئيل چې د يو سفارتكار كار د خلقو زړونه ګټل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې په پاكستان كښې د ت??ليم ودې سره مېرمنې زياتې واكمنې كېدې شي