اسلام آباد 20 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي دهرنا كوونكو ته خواست كوم چې د ربيع الاول مقدسې مياشتې پھ خاطر خپه دهرنه ختمه كړي ٬ځينې سازشي عناصر پھ هېواد كښې د لال مسجد او ماډ?? ټاؤن په ډول پیښه غواړي۔د ګل په ورځ اسلام آباد هائي كورټ ته وړاندې كېدو څخه وروستو خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د دهرنې په ضد د طاقت كارولو سره د اړي ګړي رامخې ته كېدو اندېښنه ده كوم چې مونږ نه غواړو۔ده ووئيل دا مهال زمونږ په ضد يو شمېر بهرني سازشونه روان دي چې مقصد يې هېواد عدم استحكام سره مخ كول دي۔وفاقي وزير ووئيل عدالت ته مو خواست كړې چې موقع دې راكړي چې دغسې د ستونزې هواري له هڅې كوؤنكي علماﺀ كرام او مشائح دهرنا كونكو ته دا اووائې د خ??م نبوت په حقله په هېواد ګښې دا مهال هېڅ مسئله نشته٬ ٬د خ??م نبوت قانون د وړاندې څخه زيات مضبوط شوې بل??ې دا د مسلم ليګ(ن)حكومت كارنامه ده چې د خ??م نبوت هغه قانون كوم چې مشرف پھ كال 2002 كښې د لسو ورځو لپاره جوړ كړے ؤ او لس ورځې وروستو د سيون بي او سيون سي شقونه له مينځه تللې وو ٬ ده ووئېل مونږ په قانون سازۍ كښې ټول عمري له د آئين او قانون برخه ګرځولې او دا په خ??م نبوت ايمان لرونكو له يوه لويه كاميابه ده۔نن د خ??م نبوت د عاشقانو بايد جشن وې چې پارليمنټ دومره لويه كاميابي ترلاسه كړې او د خ??م نبوت محافظ پارلمان او د پاكستان 20 كروړه اولس دے۔ داخله وزير ووئيل دا تاثر وركول چې په دې قانون كومه سودا كېدې شي دا كركه خپرول دي او كركه خپرول جرم دے۔ده ووئيل مونږ ټول مسلمانان يو٬په خ??م نبوت د ټولو دومره عقيده ده څومره چې د دهرنا كونكو۔ ده ووئيل د دهرنې په معامله به د عدالت په حكم عملدرآمد كوو ولې د عدالت څخه مو وخت غوښتې۔وفاقي وزير ووئيل دا چا له مناسب نه دي چې د وګړو پھ لاره كښې غنې خپرې كړي٬رنځور مړ شي ٬كوچنيان سكولونو ته لاړ نشي۔ ده ووئيل دهرنه كوونكو ته خواست كوم چې دا مهال د هېواد وضعه كوم تصادم زغملې نه شي٬ ده ووئېل د ربيع الاول د مياشتې تقدس پھ خاطر دوي بايد د دهرنې ختمولو اعلان وكړي۔داخله وزير ووئيل دهرنا كونكو د دھرنې نه كولو باور راكړې ؤ ولې دلته د راتللو نه پس ئې دهرنا وكړه۔په دې كښې زمونږ د غفلت نه زيات زمونږ خوش فهمي وه ولې چې مونږ ته باور راكړې شوې ؤ چې داسې به نه كېږي٬ده ووئېل سباؤن كښې به انتظاميې ته ښكاره هدايات جاري كولې شي چې په داسې صورتحال كښې وګړي كومو ستونزو سره مخ نه وي۔احسن اقبال ووئيل دا مهال د پاكستان د عزت سوال دے٬دلته سفارتخانې دي٬د دهرنې كوونكو عكسونه د پاكستان دښمن لابيز د هېواد تماشه جوړولو له كاروي٬دښمنان دا دهرنا د هېواد بدنامولو له كاروي۔