اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ډیووس۔کلوسټرز، سوئټزرلینډ كښې د نړ??وال اقتصادی فورم کلنې غونډه كښې ګډون له د نهې په ورځ لاړو كومه به چې په 24 او 25 جنورۍ كېږي، ده له د دې دورې بلنه ?? نړ??وال اقتصادی فورم بانی او ایګزیکټو چیئرمېن پروفیسر کلاس شواب وركړې وه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاری شوې بيان له مخې وزیراعظم به ځيينو مهمو دستورو كښې ګډون كوي او نړ??والو لارښودو او امریکا، اروپا ، چین او جاپان 15 نوموړو ملټی نېشنل کمپنیو مشرانو سره ملاقاتونه ٬ ’’بیلټ اینډ روډ اثرات‘‘ په سرخط غونډه كښې ګډون او د ميډيا لويو نړ??والو ادارو سره مرك?? هم كوي۔ وزیراعظم به د غونډې په مهال د نړ??والو اقتصادی لارښودو غیر رسمی ډلې خاص نشست كښې د مشرانو سره ملاقاتون?? هم كوي۔ دې به په 24جنورۍ ’’بیلټ اینډ روډ اثرات‘‘ په سرخط نړ??وال اقتصادی فورم غونډه كښې ګډون كوي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به وال سټریٹ جرنل، نکی/ اېف ټی ګروپ ، واشنګټن پوسټ ، سی این این او رائټر پشمول د ميډيا نړ??والو ادارو سره مركې هم كوي۔ د نړ??وال اقتصادی فورم کلنه ??ونډه كښې د وزیراعظم ګډون د کاروبار ، سرمایه کارۍ او تجارت لپاره پاکستان ته د يوې مهمې سيمې په توګه د رامخې ته كېدو موقع وركوي او د پاکستان پرمختللې معيشت به رامخې ته كړې شي۔ دا به غیر رسمی نشستونو كښې د نړ??والو لارښودو سره ملاقات او په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونې مهمه موقع هم وي۔