ډیووس 25 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حکومت هېواد كښې د نړيوالو سرمایه کارو لپاره ښې او آزادې پالیسۍ معارفي كوي ?? پاکستان كښې اقتصادی استحکام ترلاسه كيدو سره سره د امن وضعه هم ښه شوې ده ٬ دغسې د کاروبا?? کولو د آسانۍ فرېم ورك هم شته۔ ده د ټرافیګورا چیف ایګزیکټو آفیسر جمی ویئر او پوما انرجی چیف ایګزیکټو آفیسر پیرے ایلیډری سره د نړيوال اکنامك فورم په موقع مل??قات كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ وزیراعظم په پاکستان كښې د دوي ??وجوده سرمایه کارۍ ستائلو او په نورو څانګو كښې د پراختيا وركول بلنه وركړه۔ ده ووئيل پاکستان كښې اقتصادی استحکام ترلاسه كيدو سره سره د امن وضعه هم ښه شوې، چې ورسره د ځائي او غیر ملکی سرمایه کارو باور ز??ات شوې۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د کاروبار ښې موخې شته۔په دې موقع د دواړه کمپنیو چیف ایګزیکټو آفیسرانو د وزیراعظم مننه وكړه او په پاكستان كښې ئې د خپلو کمپنیو آپریشنز پراخه كولو باور وركړو۔دوي د پاکستان حکومت د سرمایه کارۍ ښة پالیسۍ ستائلو سره ووئيل مونږ هلته د سرمایه کارۍ نوې موخو لټولو له خوښې لرو۔ په دې مهال د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او سینئر چارواكي هم موجود ؤ