اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي انتها خوښي د ټولې نړۍ لپاره يو لوي چېلنج دے ٬ د حقيقي جمهوريت د لارې د دغې لعنت مخنيوي كېدې شي۔
د نظریاتو په جنګ كښې د ټولو نه لوي جنګ د اعتدال پسندۍ او انتها خوښۍ ترمېنځه دے٬ پاكستان كښې دا جنګ روان دے۔ ده دا خبرې په واشنګټن كښې يوې دستورې ته خپل خطاب کښې وكړې كومه كښې چې د امریکې د كانګريس غړو ، اعلیٰ حکومتی غړو، مهمو پريكړه كوونكو ، کارپوریټ کمپنیو مشرانو ،د بيلو هېوادونو مشرانو، میډیا، تعلیمی پوهانو او د سول سوسائټۍ تنظیمونو ګډون وكړو۔ وياند فرحت اللہ بابر ووئيل په دې موقع شهیدې بینظیر بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې او په دستوره كښې د هغې د انټرویوز ویډیو وښودلې شوي، د کانګریس پخواني غړي فرینك وولف بلاول بھټو زرداری له د وېنا بلنه وركولو څخه وړاندې شهیدې بینظیر بھټو ته په ښھ ډول د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي۔ بلاول بھټو زرداری په خپل خطاب كښې ووئيل نن ترهه ??رۍ ، غیرمساوی سلوك، موسمیاتی بدلون نړۍ د چيلنجونو سره مخ كړې۔ ده ووئيل د دغې چیلنجونو په وجه به م??نږ له يو م??ټې كيدل وي۔ ده ووئيل كه م??نږ يو م??ټې نه شو دا چيلنجونه به نور هم زيات شي، بايد نن م??نږ په خپلو اقدارو نظرثانی وكړ?? ځكه چې دې نه علاوه بله كومه لاره نشته۔ ده ووئيل م??نږ له به دا خبره منل وي چې ترهه ??ري او انتها خوښې يواځې تر مسلمانې نړۍ محدوده نه ده۔ ده ووئيل په پاکستان كښې د ترهه ??رۍ په ضد جذبات زياتېږي خو د ترهه ??رۍ په ضد په بشپړه ډول ذهن بدلولو له به م??نږ له لوظ كول وي۔ ده ووئيل سيمه كښې د ترهه ??رۍ له امله سیاسی او سماجی توازن ته زيان رسيدلې، كه م??نږ په ښه ډول په دې اړه خبره ونه كړه نو م??نږ به پھ دې پوهه نه شو چې د ترهه ??رۍ او انها خوښۍ مخنيوي به څه ډول وكړې شي۔ بلاول بهټو ووئيل پاکستان او امریکا سوئيلي او م??نځني اسياﺀ كښې امن او استحکام له ډير څه كولې شي خو دې لپاره د باور فضاء ته اړتيا ده۔ دستوره كښې د ټولې نړۍ څخه 1200 كسانو ګډون وكړو۔ بلاول بھټو زرداری سره پخوانې سناتور اکبر خواجه او سناتور سلیم مانډوی والا هم ملګري وؤ