ایبټ آباد12 فروری (اے پی پی) د قامی اس??بلۍ دوهم سپيكر مرتضیٰ ??او??د عباسی وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا كښې به مسلم لیګ (ن) يو لوئ سیاسی قوت جوړ شي، د مخالف ګوندونو د اس??بلۍ غړو لخوا په مسلم لیګ (ن) كښې شمولیت كولو سره په ګوند د هغوي د باور څرګندونه ده۔ نملی میرا كښې يوې اولسې غونډې ته خطاب کولو س??ه مرتضیٰ ??او??د عباسی ووئيل چې د صوابۍ څخه بابر س??یم، هری پور څخه ګوهر نواز خان او مر??ان څخه جمشید خان په مسلم لیګ (ن) كښې شامليدل په مسلم لیګ (ن) د اولس د بشپړه باور څرګندونه ده، د صوبې اولس د تحریك انصاف صوبائی حکومت څخه خوشحاله نه دي، د تحریك انصاف کارکردګۍ څخه مایوس كيدو سره وګړي مسلم لیګ (ن) كښې شاملېږي، صوبه خېبر پښتونخوا كښې به راروان حكومت د مسلم لیګ (ن) وي۔ ده ووئيل د صوبې اولس د تحریك انصاف او مسلم لیګ (ن) دواړو موازنه كړې ده، تحریك انصاف د صوبې اولس له د مایوسۍ نه علاوه نور څه هم نه دې وركړې دغسې مسلم لیګ (ن) هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان كړې