پېنډۍ 02 اپرېل (اے پي پیي)د امريكې سوئيلي او مېنځنۍ آسياء لپاره د خارجه چارو لنډ مهاله معاون وزير سفير اېلس جي وېلس د ګل په ورځ د پوځ په مركزي دفتر كښې د پوځ سرلښكر جنر??ل جاوېد قمر باجوه سره ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتيا په وضعه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د دې خبرې پخلې وكړو چې يوې قامي نظريي له مخې پاكستان منطقه په خاص توګه افغانستان كښې د امن او استحكام عزم لري۔ سرلښكر ووئيل پاكستان د منطقې نورو ډلو څخه هم د يو ډول او د مثبت كردار توقع لري۔ سفیر وېلس ووئيل ??مريكا د پائېداره امن عزم لري او د دې ترلاسه كو??و لپاره د هر ډول هلو ځلو ملاتړ كوي۔ دواړو اړخه په دې خبره سلا شول چې په مفروضو كښې د انښتو په ځائ د مثبتو مقاصدو ترلاسه كو??و لپاره دوه اړخيزه روابطو څخه استفاده كول پكار ده۔)