اسلام آباد ۔ 3 مئی (اے پی پی) پاکستان د حسېن حقاني په بدل كښ?? د شكيل آفريدي خوشې كولو په اړه راپور رد كولو سره وئيلي دي د شكيل آفريدي په معامله امريكې سره كومه لوظ نامه نه كېږي ۔ پاك هند يو بل سره په ټرېك ټو رابطه لري ولې په سرك??ري كچه كومه رابطه نه كېږي۔ د سفارتکارو تنګولو معامله د پاك هند خارجه وزارت په ګډه هواره كړې۔ افغان طالبان خبرو ته كېښنول د نړيوالې ورورولۍ ذمه و??ري ده۔ د پاكستان ??ه خاوره د ترهګرو كومه منظمه موجودګي نشته۔ ټوله اسلامي ن??ۍ كشميري اولس سره ولاړه ده۔ د كشمير مسئله به په نړيواله كچه پورته كوؤ۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو۔ د هندي بنديوان جتیندر سپارلو په اړه وياند ووئيل د انساني خواخوږۍ په بنياد چې څه كوؤ هغه زمونږ كمزوري نه د بنديوانو د خوشې كولو په حقله د 14 سوه كاله پخوانو رواياتو عكاسي كوي۔ وياند ووئيل جتېندر د وينې په رنځ اخته دے او د هغه ذهني توازن هم سم نه دے۔ وياند ووئيل هندي زندانونو كښ?? بنديوان 46 پاكستانيانو خپله موده ترسره كړی او دوئي به زر خوشې كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په پاك افغان ??وله پاكستاني لوري ته د ترهګرو كومه منظمه موجودګي نشته۔ پاكستان د ترهګرو مخنيوي له د بارډر منېجمنټ نظام وضع كوي۔ وياند هيله ولرله چې افغان او ناټو فورسز به هم د افغانستان ??ه سائيډ بارډ مستحكم كولو له دغسې ګامونه پورته كړي۔ وياند ووئيل د افغان ??سئلې هېڅ پوځي حل نشته۔ وياند ووئيل افغانستان ??ښې د افغان حكومت او اولس په مشرۍ كښ?? مفاهمتي عمل سره افغانستان ??ښې امن په ځائې كېدې شي۔ د افغان ??ډوالو په اړه د پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د افغان ??ډوالو بېرته تلل د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ ذمه و??ري ده۔ د كشمير په اړه وياند ووئيل ټوله اسلامي ن??ۍ كشميري اولس سره ولاړه ده۔ د كشمير مسئله به په نړيواله كچه پورته كوؤ۔ وياند ووئيل د ايران جوهري لوظنامه د خبرو اترو د لارې د شخړو د هو??ري او د نړيوالې مرستې غوره نمونه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم ترمخه د ترهګرۍ مخنيوي له د پاك روس د ګډې مشقونه به سږ كال ستمبر كښ?? كېږي۔