ملتان 24 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي پيپلز ګوند كه د اولس مشرۍ كانديد اعتراز ا??سن نوم بېرته واخست نو دا به د نظرياتي سياست دفن كولو خبره وي٬ د كابينې په وړومبنې غونډه كښې د وزيراعظم پشمول ټولو غړو د سپكاوي د خاكو د معاملې سخته غندنه كړې٬ د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كېدو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي٬ پاكستان به په مقبوضه وادې كښې په كشميريانو د هندي ظلمونو ختمولو لپاره خپل كردار ډېر په ذمه وارې سره ترسره كوي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د ??ضر?? بهاؤالدين په مزار د اختر د لمونځ ادا كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ شاه محمود قريشي ووئيل مسلم ليګ ﴿نواز﴾ په پيپلز ګوند د اولس مشرۍ كانديد اعترازا??سن نوم بېرته اخستلو لپاره فشار اچوي كومه چې مناسبه خبره نه ده۔ ده ووئيل زه باور لرم چې پيپلز ګوند د شوچ او مشاورت نه پس اعتراز ا??سن د اولس مشرې كانديد نامزد كړے۔ ده ووئيل اعتزاز ا??سن يو پوهه سياستمدار او قانون پوهه دے۔ هغه په سېنېټ كښې د اپوزيشن لارښو?? په حېث چې كوم كردار ترسره كړې٬ ټولو سياسي ګوندونو ئې ستائنه كړې